د درملیزو خدمتونو ټولنه: حکومت دې د درمل واردولو له انحصاري کولو لاس واخلي

نجیب مایار
د درملیزو خدمتونو ټولنه: حکومت دې د درمل واردولو له انحصاري کولو لاس واخلي

د افغانستان د درملیزوخدمتونو اتحادیه وایي ترهغه به یې اعتصاب دوام وکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. د درملیزوخدمتونو اتحادیه وایي د یو لړستونزو د حل او دولت ته د خپلو غوښتنو د رسولو په موخه یې په ټول هېواد کې د پنجشنبې ورځې را په دېخوا اعتصاب کړی.

دغې ادارې د یوه بیان په خپرولو سره په مرکز او ولایتونو کې له درمل پلورونکو غوښتي چې مسوولینو یې په غوښتنو غوږ نه دی ګرولی، نو سراسري اعتصاب دې وکړي.

په ختیځ کې د درملیزوخدمتونو د ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې له ډېرې مودې را په دیخوا یې له دولت څخه په دې برخه کې د یولړشته ستونزو د حل غوښتنه کوله، خو نه یوازې دا ستونزې حل نشوې، بلکې د درملو او غذا د نوې ادارې په جوړېدو سره ځینې نورې ستونزې هم پیدا شوې چې په هېواد کې یې د درمل پلورونکو کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ختیځ زون کې د درملیزو خدمتونو د ټولنې رییس وایي د درملو په قانون کې ځینې ستونزې دي چې ډېر ځلې یې دولت ته د هغه د حل غوښتنه کړې، خو تراوسه نه ده حل شوې، هغه وایي د درملو او خوړو د نوې ادارې په جوړېدو سره دا ستونزه لانوره هم زیاته شوه ځکه پخوا یوازې درمل و،خو اوس غذایي توکي هم ورزیات شوي، خو په قانون کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

ختیځ کې د درملیزوخدمتونو اتحادیې رییس نجیب الله صاحبزاده وایي :« د درملو او غذا اداره چې باید په ۲۰۲۴ کال کې باید جوړه شوې وای جمهورریس سږکال جوړه کړه ، خو قانون ورته نه دی جوړ شوی. باید قانون کې ورته بدلون راشي چې نه دی راغلی کارونه یې له ستونزو سره مخ دي.»

ښاغلی صاحبزاده وایي د درملو او غذا د ملي ادارې تشکیل هم کفایت نه کوي، کارونه په ځنډ خلاصوي.

نوموړی وایي بله غوښتنه یې داده چې د درملو د کیفیت د کتلو څانګه په څلورو زونو کې هم جوړې شي ځکه یوازې په مرکز کې د دې څانګې موجودیت  د درملو واردوونکو له ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحادیې د مالوماتو له مخې  له ۱۳۹۳ کال را په دیخوا دولت د درملو د پرچون پلورنځیو جوازونه بند کړي په داسې حال کې چې زرګونه درملتونونه فعالیت کوي، خو جواز نه لري چې هم خلک له ستونزو سره مخ کوي او هم درمل پلورونکي.

د افغانستان د درملیزو خدمتونو اتحادیې پرېکړه لیک وایي دولت باید داسې یو میکانیزم چمتو کړي چې له مخې یې په ټولو ولایتونو کې یو درمل یو شان محصول شي.

د دوی په وینا د درمل پلورونکو له پاره داسې یوه شرطنامه جوړه شوې چې ډیرې برخې او شرایط یې نه د ادارې یا دولت په ګټه دي نه د درمل پلورونکو او نه هم د عامو خلکو. د دوی په وینا ځینو برخو کې خو حتی د درملو د بیې د لوړوالي لامل کیږي.

پوښتنه داده چې دا ستونزې، خو مخکې هم وې، نو ولې درمل پلورونکو اوس اعتصاب کړی. په ختیځ کې د درملیزو خدمتونو د اتحادیې رییس وایي د درملو او غذا نوې ادارې داسې یوه طرحه وړاندیز کړې چې که ومنل شي او عملي شي نو د درملو د واردولو ټول انحصار پینځو یا لسو شرکتونو ته ورکول کیږي چې همدا شرکتونه به درمل واردوي او بیا به ځنځیري درملتونونه او څانګې لري او درمل به ویشي.

د صاحب زاده په خبره، خصوصي سکټور په دې برخه کې ميليونونه ډالر پانګونه کړې او شاوخوا سلګونو زرو کسان په کې په کار بوخت دي.

د درملیزو خدمتونو اتحادیې له جمهورریس غوښتي چې د درمل پلورنې له انحصاري کولو لاس واخلي او د درملو د کورنیو فابریکو امنیتي ستونزې حل کړي.

دوی وایي اعتصاب به یې ترهغه پورې دوام وکړي چې ستونزې یې نه وي حل شوې او غوښتنې یې حل شوې نه وي.

خو د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې په دې برخه کې هېڅ کومه پریکړه نه ده شوې او دا هسې ګنګوسې دي چې ګنې دغه اداره غواړي د درملو سکتور په انحصاري ډول څو محدودو شرکتونو ته وسپاري.