نړیوال بانک د افغانستان له وچکالۍ ځپلیو کلیوالو سیمو سره د مرستې په موخه ۹۷،۵ میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.
دا مرسته د خلکو د غذایي خوندیتوب د ښه والي او وچکالۍ او کووید ۱۹ ناروغۍ د اغیزو د کمولو په موخه شوی دی.
د نړیوال بانک مدیره پلاوي د چهارشنبې په ورځ د روان کال د سلواغې په ۲۸ مه په واشنګتن کې نړیوالې پرمختیا ادارې چې د نړۍ بې وزلو هېوادونو ته د مرستې چمتوکوونکې ډله ده د افغانستان له پاره ۹۷،۵ میلیون ډالره بیلاعوضه مرسته تصویب کړه.
دا مرسته د کرونا ویروس او وچکالۍ ځپلیو کورنیو د غذایي خوندیتوب په برخه کې لګول کیږي.
د دې مرستې یوه برخه د وچکالۍ اغیزو د خبرداري او بیړنۍ رسیدنې د سیستم په جوړولو لګول کیږي.
په پام کې ده دا پروژه هغه اقدامات او فعالیتونه هم پیاوړي کړي چې د بشري مرستو په برخه کې روان دي او په ۷۸ ولسوالیو کې به له قید او شرط پرته شاوخوا ۲،۲ میلیون کسانو ته چې د وچکالۍ له امله ځپل شوي د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شي.
دا پروژه به د کلیوالو ځپل شویو کورنیو سره مالي مرسته وکړي چې په هېواد کې د وچکالۍ او کووید ۱۹ ناروغۍ له امله په بدو شرایطو کې ژوند کوي.
همدا راز دا پروژه به له افغانستان دولت سره مرسته وکړي چې د اقلیمي شرایطو او بدلونو د څرنګوالي په اړه معلوماتو ته د لاس رسي خدمات ښه، د خبرداري ورکولو سیستم جوړاو د طبیعي پيښو پروخت د چمتوالي کچه پیاوړې کړي.
د نړیوال بانک د مالوماتو له مخې د نړیوالې پرمختیا ادارې دا نوې مرسته د هغه ۲۲۲،۵ میلیون ډالره مرستندویې ټولګې یوه برخه ده چې د انعطاف پروژې له پاره ځانګړې شوې، ۱۱۵ میلیون ډالره یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له خوا چې د ۳۴ نړیوالو بنسټونو په استازیتوب یې نړیوال بانک اداره کوي کیږي، اته میلیون ډالره د مالي خطرونو د نړیوال سازمان او دوه میلیون ډالره نور د اقلیمي بدلونو پروړاندې د «انعطاف» پروژې له خوا برابریږي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هینري کرالي وایی:« افغانستان په هغو هېوادونو کې راځي چې له بل هر هېواده ډېر اقلیمي بدلونو او طبیعي آفتونو اغیزمن کړی او د اقلیم د بدلون په اړه د دغه هېواد د ځواب ویلو کمزوري سیستم ډېر زیانمن کړی دی. دا نوې مرسته به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د هغو میلیونونو افغانانود ژوند د ښه والي په برخه کې اغیزناک اقدامات وکړي چې د وچکالۍ له امله کډوال او بېځایه شوي او له بې وزلۍ سره مخ دي. دا پروژه به د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د بې وزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.»
افغانستان د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی چې له امله یې په اقتصادي ثبات ناوړه اغیزه کړې ده.
په دغه هېواد کې طبیعي پیښې او آفتونه او اقلیمي بدلون د دې لامل شوی چې د کلیوالو سیمو خلک ښارونو ته مخه کړي او په نتیجه کې یې د بې وزلۍ او کلیوالو سیمو د غذایي خوندیتوب د نشتوالي لامل شي.
د افغانستان د کلیوالو سیمو د اوسیدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لویه سرچینه کرنه او مالداري ده چې د اورښتونو د نشتوالي او دوامداره وچکالۍ له امله دا سرچینه ځپل شوې ده.
د نړیوال بانک دا پروژه به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پلې شي چې په پایله کې به یې د بیړنیو عملیاتو په ملي مرکز کې د طبیعي پیښو پروړاندې د ځواب ویلو او انسجام ریاست هم پیاوړی شي.
پر دې سربېره په پام کې چې د دغې پروژې له خوا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په اډانه کې د طبیعي خطرونو د سرچینو د مدیریت یو مرکز هم جوړشي.