د خبریالۍ ترینګلي شرایط؛ ولسمشرغني: خبریالان دې د فعالیتونو پر معیاري کیدو تمرکز وکړي

نجیب مایار
د خبریالۍ ترینګلي شرایط؛ ولسمشرغني: خبریالان دې د فعالیتونو پر معیاري کیدو تمرکز وکړي

په داسې حال کې چې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیز فعالیتونو پروړاندې ستونزې او ګواښونه مخ په بره روان دي ولسمشر محمد اشرف غني تمه لري چې خبریالان او رسنۍ د فعالیتونو پرمعیاري کیدو تمرکز وکړي.
ښاغلي غني د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې ترهېڅ ډول شرایطو لاندې به د سولې په پروسه کې د خبریالانو اساسي حقونو ته زیان ونه رسیږي.
ولسمشر ویلي:« د بیان ازادۍ د ملاتړ پر اصل او معلوماتو ته د لاسرسي پر حق ټینګار کوم. ډاډ ورکوم چې تر هېڅ ډول شرایطو لاندې به د سولې پروسه کې د خبریالانو اساسي حقونه زیانمن نشي.»
ولسمشر وایي د خبریالانو او رسنیو د فعالیت د حقوقي او معنوي ملاتړ په برخه کې یې مشخصې لارښوونې کړې وې چې د رسنیو د مالیې بښل، د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته رسیدګي، د خبریالانو د امنیت ټینګښت، د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره مرسته او د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې جوړول دي.
ولسمشرغني په خپل دغه پيغام کې منلې چې د خبریالانو فعالیتونه د کار له قانون سره تراوسه نه دي سم شوي او دا کار یې د رسنیو د مسوولینو او مالکانو په همکارۍ پورې تړلی دی.
غني وایي:«د کار قانون د معیارونو پر اساس د خبریالانو د فعالیتونو قانونمند کول چې د رسنیو د مسوولینو او مالکانو په همکارۍ ممکن او د عملي کېدو وړ دي، د خبریالانو د حقونو د تامین په برخه کې له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.»
هغه هیله ښودلې چې د خبریالانو صنفي اتحادیې له اړوندو حکومتي مسوولینو سره د خبریالانو لپاره پر مشخصو ملاتړو بستو خبرې وکړي، ترڅو د خبریالانو له پاره لاډېره خوندي فضا برابره کړي.
ولسمشرغني په داسې حال کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو په برخه کې د خپلو ډیرو ژمنو د عملي کیدو خبر ورکړی چې د ډېرو خبریالانو په اند په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیت له پاره د کار ساحه تنګه شوې ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه وایي حکومت د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د تاوتریخوالي او قتل دوسیو ته په رسیدنه کې ناغیړي کړې ده.
د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې له خوا خپره شوې اعلامیه وایي:« په افغانستان کې په داسې د خبریال ملي ورځ نمانځل کیږي چې د رسنیو په کورنۍ کې د تاوتریخوالي او ظلم سیوري غوړېدلې او خبریالان په ترټولو ناوړه شرایطو کې قرارلري.»
دا اتحادیه وایي له دې سره سره چې له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه یې د خبریالانو د ترور دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې پرلپسې غوښتنې کړې، خو بیا هم ډېرو دوسیو ته رسیدګي نده شوې.
په همدې وخت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي د روان کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د ښځینه کارمندانو کچه اتلس سلنه ټیټه شوې ده.
په روان کال کې د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارمندانو وېره ځکه ډېره شوې چې د رسنیو څلور کارمندانې په مستقیم ډول په نښه او وژل شوې چې په هېواد کې یې د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارمندانو په کار او وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې وروستۍ سروې ښیي چې د بیلابیلو لاملونو له امله له ۳۰۰ ډېرو د رسنیو ښځینه کارمندانو او خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.