پکتیا کې د جلغوزیو د معیاري پروسس فابریکه پرانیستل شوه

نجیب مایار
پکتیا کې د جلغوزیو د معیاري پروسس فابریکه پرانیستل شوه

په دې اړه جوړه شوې غونډه په ارګ کې جوړه شوې وه، خو له ګردیز څخه د د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر واليان او یو شمېر نور حکومتي چارواکي  د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو.

د جلغوزیو د پروسس دا فابریکه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د رحیم ګردیزي د خصوصي شرکت له خوا جوړه شوې ده.

ولسمشرغني د دغه فابریکې جوړولو یو پرمختګ وباله او د کرنې او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ او پانګونې وزیرانو او د پانګونې په برخه کې د آسانتیا برابرولو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ځنګلونو د جلغوزیو او نورو ځنګلونو د ساتنې، کرنیزو محصولاتو د ډېرېدو او نورو برخو کې د پانګونې د جلب په موخه له خصوصي سکتور او پانګوالو سره همغږي او همکاري وکړي.

دا فابریکه چې په اوسنیو ستندردونو جوړه شوې، کولای شي هرکال شپیته زره ټنه جلغوزي پروسس او بسته بندي کړي.

د رحیم ګردېزي د جلغوزیو د پروسس فابریکې ریس محبوب الله ګردېزي وویل د فابریکې د کار په پیلیدو سره به تر ۱۰۰۰ پورې کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ګردیزي وویل که آسانتیا ورته برابره شي نو د برېښنا په برخه کې به هم پانګونه وکړي.

ویل کیږي په دې فابریکه د ۶،۲ مېليونه ډالره لګښت راغلی دی.

تر دې وړاندې په سویل ختیځو ولایتونو کې د جلغوزیو د پروسس د معیاری کارخانې د نشتوالي له امله دا سوداګریز محصول په دودیزه بڼه تیارېده چې د نړیوالو بازارونو له معیارونو سره سم نه و.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال د شااوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۳ زره مټریک ټنه جلغوزيتوليدوي چې يوازې زر ټنه ‌يې د افغانستان له لارې او پاتې نور یې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه وایي  افغانستان په نیژدې یو کال کې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې زر ټنه جلغوزي بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه چین ته صادر کړي دي.

په افغانستان کې ۴۳ زره هکټاره ځمکه په پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار او لغمان کې د جلغوزیو په ونو پوښلې ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د چارواکو له قوله چې تېر کال یې له چین سره د جغلوزیو د صادرولو هوکړه لیک لاسلیک کړی و تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به دغه هېواد ته له افغانستان څخه په ټولیز ډول ۶۲ زره ټنه جلغوزي صادر شي.

د دغه جلغوزیو بیه ۲.۲ میلیارډ ډالره اټکل شوې ده. یو شمېر افغان سوداګر چې د جلغوزیو کاروبار کوي وایي دولت باید پاکستان ته د دغه ګرانبیه وچې میوې د قاچاق مخه ونیسي.

دوی وایي د جلغوزیو صادرات یوازې د هوا له لارې کافي نه دي بلکې دولت باید د ځمکې له لارې هم د دغې سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

جلغوزي د افغانستان هغه محصول چې په تېرو کلونو کې ورته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې، خو اوس افغان حکومت او خصوصي سکټور غواړي په دې برخه کې لازمه پانګونه وکړي.