قرغه کې د نېژدې څلور میلیارده افغانیو په ارزښت غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

نجیب مایار
قرغه کې د نېژدې څلور میلیارده افغانیو په ارزښت غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

قرغه، کابل ښار ته ترټولو نېژدې او یوازینۍ تفریځای هم د زورواکانو له غصب نه و پاتې شوی.

د قرغې بند د محمد ظاهرشاه په ټولواکمنۍ کې په ۱۳۳۰ لمریزکال کې د یوه تفریحي ځای په توګه جوړ شوی دی.

د کابل ښاروالي وایي د دغه تفریحي ځای ډېرې شنې سیمې غصب شوې وې او پرځای یې نور تاسیسات او حتی هټۍ او پلورنځي جوړ شوي وو.

 اوس د کابل ښاروالۍ د دغه بند غصب شوې سیمې بېرته له غاصبینو خلاصې کړې او په غیرقانوني توګه جوړې شوې هټۍ یې ورانې کړې دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې د امنیتي تړون په اډانه کې یې تر تخنیکي څیړنو وروسته د غصب شویو ځمکو د خلاصولو هڅې په چټکۍ دوام لري او د قرغې په بند کې یې څه د پاسه یو نیم میلیون متره مربع ځمکه له غصب خلاصه کړې ده.

رسا وایي: « د قرغې په  بند کې یو میلیون  ۵۲۸ زره او ۶۱۸  متره مربع شنه سیمه له غصب خلاصه شوې ده.»

د کابل ښاروالۍ ویانده په دې اړه نور جزیات نه ورکوي چې دا ځمکه د چا له خوا غصب شوې وه.

خو وایي د جګړې له کلونو را وروسته متاسفانه د دې سیمې د ځمکو غصبول په یو دود بدل شوی او هر زورواکي دا کار کړی دی.

د کابل ښاروالۍ د ویاندې په وینا په غصب شویو ځمکو کې تر هټیو او غرفو لاندې د نشه یي توکو او څښاک د پلور ځایونه جوړ شوي وو.

 هغه وایي له غصب څخه د ځمکې د خلاصولو دا عملیات آسانه نه وو او ګڼې لفظي او فزیکي شخړې یې درلودې، خو دا چې هوډ قوي و عملي شو.

آغلې رسا وایي:« په دې ځای کې د درې میلیارده او ۷۹۲ میلیونه ، ۵۲ زره او ۶۴۰ افغانیو په ارزښت دا ځمکه له غصب خلاصه شوه.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي دغه تفریح ځای اوس خپله اصلي بڼه خپله کړې ده.

د قرغې بند د پغمان پر سیند جوړ شوی چې دېرش متره لوړوالی او ۴۵۰ متره اوږدوالی لري.

د ظاهرشاه په واکمنۍ کې یوازې د سپوږمۍ په نامه یو هوټل جوړ شوی و، خو په وروستیو کلونو کې هلته ګڼ نور میلمستونونه او رستورانتونه جوړشول چې د کابل ښار پر اوسیدونکو سربېره د نورو ولایتونو اوسیدونکي هم د کال په بېلابېلو موسمونو کې د رخصتیو په ورځو کې هلته د تفریح له پاره ځي.