د افغانستان د کرنې وزارت وایي که څه په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې اغیزمن شوي وو، خو بیا هم دغه وزارت خپله پرمختیایي بودجه چې ۱۴ میلیارده افغانۍ وه اتیا سلنه لګولې ده.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي ملت ته د حساب ورکولو برنامې په لړ کې وویل چې په دې شرایطو کې د اتیا سلنه بودجې مصرفول هم د تقدیر وړدي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۹ل کال کې په ټول هېواد کې د ۲۲۷۳۶ په شاوخوا کې کرنیزې پروژې پلې کړې دي.
احدي وویل دغه وزارت د اوبو رسولو ۱۲۱ شبکې، ۴۳۵ دوهمه او درېیمه درجه فرعي کانالونه، د اوبو د زېرمه کولو ۱۲۰ خاورینې زېرمې، ۱۲۱ کوچنۍ آبریزې، ۲۰۰ چکډمونه او ۱۷ حوضونه جوړ کړي او تر ۱۰۰ پورې سولري واټرپمپونه یې ویشلې دي.
هغه وویل په روان کال کې د دغه وزارت د فعالیتونو په پایله کې شاوخوا ۹۷ زره هکتاره ځمکه خړوبه شوې ده. د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې په دغه کال کې د غنمو کر پنځه سلنه او د شولو کر۱۵ سلنه ډیر شوی او د ۲۵ سلنه اوبو د ضایع کېدو مخه نیول شوې ده.
د وزارت په وینا د اوه زه متره استنادي دیوال او جالۍ په جوړولو سره ۴۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د سیلاب له ګواښ خلاصه شوې ده.
د کرنې وزارت وایي په دغه کال کې د خړوبولو د څاڅکو له سیستم څخه په استفادې اته هکتاره ځمکه خړوبه شوې او هڅه کوي چې له دغه سیستم څخه استفاده ډېره کړي.
د کرنې وزیر وویل په بیلابیلو ولایتونو کې په روان کال کې ۱۳۵۰ ننداریزې کروندې جوړې شوې او بزګرانو ته په نوې بڼه د کرلارې چارې ښودل شوې دي.
دغه وزارت په دې کال کې ۲۱۰ عصرې شنې خونې او ۱۲۹۰ کوچنۍ باغچې د بې وزلو میرمنو له پاره جوړې کړې دي.
د افغانستان ۵۶ سلنه اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ملي عوایدو ۲۸ سلنه له همدې سکتور برابریږي. د کرنې وزارت وایي غواړي چې د کرنیزو چارو په اصلاح سره دا ونډه ډېره کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وویل: « د کرنیزې ځمکې ډېرول دغه وزارت خپل مهم کار بولي، د غویې له کودتا مخکې افغانستان ۳،۲ میلیون هکتاره د اوبو ځمکه درلوده چې د جګړو له امله دا کچه له دوو میلیون هکتارو لږه کړه، خو په تېرو څوکاله فعالیتونو سره له ۵۰۰ زرو هکتارو ډېره ځمکه چې له کرپاتې شوې وه بېرته د کرپه ځمکه بدله شوې ده.»
احدي وویل:« تمه لري چې په ۱۴۰۰ کال کې اتیا زره هکتاره ځمکه نوره هم ډېره او یا کافي اوبه برابرې کړي چې له دې امله غواړي د څاڅکو په سیستم د کروندو د خړوبولو سیستم ته وده ورکړي.»
نوموړي څرګنده کړه چې د غنمو په ډیروالي کې د تخمونو اصلاح کول مهم رول لري او له همدې امله په روان کال کې د کرنې وزارت له خوا په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو ۱۴۰۰۰ ټنه اصلاح شوی تخم وویشل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې په روان کال کې د شولو کر ۱۵ سلنه ډېر شوی او حاصل یې هم د تېرکال په پرتله شپاړس سلنه لوړشوی دی. « په ۱۳۹۹ل کال کې د وریجو حاصل ۴۴۰ زره ټنو ته رسیدلی دی.»
د کرنې او مالدارۍ وزیر د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د مېوو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه ډیروالی راغلی او په اوو ولایتونو کې په ۴۴۱۲۵ جریبو ځمکه د ۳۲۱ میلیون افغانیو په لګښت میوه لرونکې ونې ایښودل شوې دي.
د هغه په وینا د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په ټول هیواد کې نږدې ۱۰۰۰۰ صفر انرژۍ سړې خونې او ممیزخونې جوړې شوې دي، چې له دې ډلې نه د پیازو ۳۵۰۳ او د کچالو ۲۷۴۹ زېرمتونونه،۳۸۶۷ ممیزخونې او د انارو او مڼو ۴۷۵ صفر درجې سړې خونې شاملې دي. د دغو خونو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۱۰ سلنه د استفاده کوونکو کسانو پرغاړه و.
د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې څه باندې ۴۸۰ زره هکټاره ځنګلونه احیا شوي دي.
د کرنې وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ډېر بزګران او بڼوالان وایي د کرنیزو محصولاتو له پاره یې تراوسه هم مناسب بازار نشته .