په هېواد کې څه دپاسه ۶۱ زره کسان د کرونا پروړاندې واکسین شوي

نجیب مایار
په هېواد کې څه دپاسه ۶۱ زره کسان د کرونا پروړاندې واکسین شوي

په افغانستان کې تراوسه د کرونا ویروس پرضد شاوخوا ۶۱۳۸۴ کسان واکسین شوي چې  ۱۹۶۱۷ کسان یې امنیتي او دفاعي منسوبین او سرتیري دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې میاشتې پر پینځمه  نېټه پيل شو چې په لومړي پړاو کې امنیتي اودفاعي ځواکونو، روغتیایي کارکوونکو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکول کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې له هغه وخته چې د ملي اردو منسوبینو ته د واکسینو تطبیقول پيل شوي تراوسه ۱۰۹۵۰ د ملي اردو سرتیري واکسین شوي دي.

 ښاغلی امان وایي د کرونا ضد واکسینو د تطبیق  برنامه د هېواد په  ټولو قول اردوګانو، د ملي اردو جزوتامونو او نورو پوځي برخو کې د پلې کېدو په حال کې ده.

په همدې وخت کې پولیسو ته هم د کرونا ضد واکسین ورکول دوام لري. د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ مرستیال صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي:« تراوسه د هېواد د ملي پولیسو ۸۶۶۷ منسوبینو ته د کووید-۱۹ واکسین ورکړل شوي او ملي پولیسو ته د دغه واکسینو تطبیقول دوام لري.»

بلخوا د افغانستان د روغتیا وزارت وایي د یکشنبې تر ورځې په ټول هېواد کې  ۴۱۷۶۷ کسان د دغه وزارت له خوا واکسین شوي دي. په دې ډله کې روغتیايي کار کوونکي ،د رسنیو کارکونکي او ښوونکي شامل دي.

 د عامې روغتیا وزارت د خپرو کړو شمېرو له مخې په دې لړ کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۸۹۳ روغتیایي کارکوونکي، ۴۲۴ ښوونکي او ۳ د رسنیو کارکوونکي د کرونا ویروس پرضد واکسین شوي دي.

افغانستان ته د کرونا ضد واکسینو لومړی مرسته د هند له خوا وشوه چې ۵۰۰ دوزه وه او د چارواکو په وینا ۲۵۰ زره کسانو ته ورکول کیږي.

 د کرونا ضد واکسینو د مرستې دوهمه ټولګه د روان کال د مارچ په اتمه  د کواکس له خوا افغانستان ته ورکړل شوه.  په دې مرسته کې  د کرونا ۴۶۸ زره دوزه واکسین شامل وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ټولګه کې  د کواکس له خوا  د کویشیلید دا واکسین په بمبیي کې د هند د «استرا زنکام سیروم» له انستیتیوت څخه افغانستان ته لیږل شوي دي.

 کواکس د یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او واکسینو د نړیوالې ټولنې د ګډې همکارۍ برنامه ده.

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي و چې په پام کې ده کواکس افغانستان ته د کرونا ۱۶ میلیون دوزه واکسین چمتو کړي.

 د دې ۱۶ میلیون دوزه واکسینو لګښت د واکسین د نړیوال اتحاد له خوا ورکول کیږي چې د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې د  هېواد شل سلنه اوسیدونکو ته په پام کې نیول شوي دي.

 د افغانستان د  عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۵۹۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۴۵۹ تنه نور ناروغان له دې امله مړه شوي دي.

دا وزارت وایي تراوسه په هېواد کې ۴۹۴۷۷ په کرونا اخته ناروغان روغ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې تراوسه ۱۱۹ میلیونه ۴۸۸زره کسان په کرونا اخته شوي اوڅه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوي دي.