د پرمختیایي مرستو ادارې په شمال ختیځ زون کې په نیژدې درې زرو کورنیو مرسته وویشله

نجیب مایار
د پرمختیایي مرستو ادارې په شمال ختیځ زون کې په نیژدې درې زرو کورنیو مرسته وویشله

د پرمختایي مرستو ادارې (ORD)  په تخار او کندز کې پرڅه باندې ۲۸۰۰  بې ځایه شویو کورنیو د کورنیو توکو ځانګړې ټولګې( کیتونه) وویشل.

په دغه مرسته کې چې د نړیوالې موسسې په همکارۍ چمتو شوې وې هغه کورنۍ سروې او غوره شوې وې چې په تېرو شپږو میاشتوکې د جګړو  او بېلابېلو عواملو له امله له خپلو اصلي کورونو نورو سیمو ته کډه شوې او کرونا له امله رامنځ ته شوې اقتصادي بحران ځپلې وې.

د دې مرستو له پاره په کندز کې ۲۲۲۱ کورنۍ او په تخار کې ۵۸۳ کورنۍ انتخاب شوې وې.

د پرمختیایي مرستو اداره(ORD) وایي: په ویشل شویو ځانګړو کیټونو کې ډېر هغه کورني توکي او د آشپزخانې وسایل شامل دي چې د  تخار او کندز ولایتونو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو ترڅارنې لاندې د دې ولایتونو په مرکزونو کې د ځانګړو معیارونو له مخې د سروې په لړ کې ورته  کورنۍ غوره شوې وې.

 

په افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون په راتګ سره یو ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې او د کرونا له امله رامنځ ته شوې کړکیچ له امله ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

په شمال ختیځ زون کې د دې پروژې مسوول ، انجینرعبدالودود اختر، صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: غوره شویو کورنۍ د پرمختیایي مرستو د موسسې د ځانګړو او جلا ټیمونو له خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو له استازو سره په ګډه په تالقان اوکندزښارونو کې سروې شوې وې.

ښاغلي اختر وایي: په کندز کې د کیټونو د ویش لړۍ دوام لري چې ژر به بشپړه شي.

په تخار کې د (ORD) د دفتر مسوول انجینر عبدالواسع احمدي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل په دغه ولایت کې د آشپزخانې وسایلو د ټولګې د ویش لړۍ بشپړه شوې ده او ټولو هغو کورنیو ته دا توکي ویشل شوي چې په همدې موخه سروې شوې وې.

مونسه چې د آشپزخانې وسایلو دا ټولګه یې ترلاسه کړې صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:) د بې ځایه کېدو په وخت کې یې ډېر د کور توکي یا پاتې شوې او یا ورک شوي وو چې په دې سره یې دا ستونزه حل کړه.(

هغې له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې له دې مرستې یو بل برخمن شوی عمرخان وایي: )خلک ډېر مجبور دي او مرستو ته اړ دي ځکه نه کارشته او نه کومه بله چاره .(

په همدې وخت کې په شمال ختیځ زون کې  د (ORD) دفتر وایي دوی هڅه کوي چې خلکو ته ژر خپل توکي ورسوي.

د پرمختیایي مرستو ادارې د کندز او تخار دفترونو مالي او اداري مسوول  احسان الرحمان مایار وایي: ( د مرستې د برابرولو پروخت د توکو کیفیت ته هم ډېره پاملرنه کیږي او موږ هڅه کوو چې په ښه کیفیت توکي برابرکړو.)

 د پرمختیایي مرستو اداره یو غیر دولتي بنسټ دی چې په ۲۰۱۰ کال را په دیخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ فعالیت کوي.

دا اداره نه یوازې  له کډوالو او بېرته راستنېدونکو سره د خوراکي توکو، ګرموجامو اوالبسې او نغدو پیسو مرسته کوي، بلکه د کرنې او اوبو لګولو، روغتیا ، تعلیم او نورو سکتورونو کې هم کارکوي.