د حزب اسلامي څو بندیان پاتې او ولې نه آزادیږي؟

نجیب مایار
د حزب اسلامي څو بندیان پاتې او ولې نه آزادیږي؟

له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د پلې کولو ګډ کمیسیون وایي له دولت سره د حزب اسلامي یوازې ۷۴ داسې غړي بندیان پاتې چې د جرم د کیفیت له امله نه خوشي کیږي. د دغه کمیسیون له خوا خپره شوې اعلامیه وایي: په ۱۳۹۹ کال کې د حزب اسلامي ۱۱۶۴ بندیان خوشي شوي دي.

دا کمیسیون چې له حزب سره د شوې هوکړې د پلي کولو اجرایي مسوولیت لري  او د ننګرهار د اوسني والی ضیاالحق امرخېل په مشرۍ یې کار کاوه دا هوکړه د دوی له خوا ښه پلې شوې ده.

اعلامیه وایي:« د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو خوشي کول، د حزب اسلامي بیرته راستنیدونکو ته د سرپناه ځایونو برابرول، د حزب اسلامي د شهیدانو او معلولینو ثبتول او متقاعدینو ته یې حقوق اجرا کول او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغه ګوند د پوځي کدرونو جذبول د دې هوکړې مهمې برخې وې.»

 د دغه کمیسیون رییس ضیاالحق امرخېل وایي : دغه کمیسیون وایي حزب اسلامي دوی ته په روان کال کې د ۱۲۰۰ بندیانو نوملړسپارلی و چې له اړونده ارګانونو سره تر ارزونې وروسته د روان کال د سلواغې میاشتې تر۲۶ مې نیټې پورې د حزب اسلامي ټول  ۱۱۶۴ بندیان آزاد شوي دي.

د دغه کمیسیون اعلامیه چې د ښاغلي امرخېل پر فیسبوک پاڼه خپره شوې وایي  چې د حزب اسلامي ۸۳۸ بندیان له څرخي پله زندان او ۱۲۸ نور له بېلابیلو نورو زندانونو خوشي شوي دي.

امرخېل ویلي:«  ۱۵۴ بندیان د بند مودې د بشپړېدو او یا د ولسمشر د فرمانونو له مخې خوشې شوي دي.»

له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې د پلې کولو کمیسیون وایي په خوشي شویو کسانو کې ۴۰ د حزب اسلامي کلیدي غړي او څلور « کیفیتي بندیان» هم شامل دي، خو د دغو کسانو نومونه یې نه دي یاد کړي.

د کمیسیون د اعلامیې له مخې د دولت په زندانونو کې اوس د حزب اسلامي یوازې ۷۴ بندیان پاتي دي چې « کیفیتي بندیان » دي.

اعلامیه وایي:« دا کسان په اعدام ، حق العبد، داعش او نشه یي توکو قاچاق  او اختطاف قضیوو کې ښکیل دي د تفاهمنامې د موادو له مخې یې حکومت یې په خوشی کولو مکلف نه دی او له دې څخه پرته د حزب اسلامي نور زندانیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره نشته او نه  ۱۳۹۵ کال د تفاهم نامې د هوکړې وروسته نیول شوي بندیان د تفاهم نامې د موادو له مخې د خلاصولو وړ دي.»

د سولې هوکړې د پلي کولو د اجرایي کمیسیون دا کمیسیون د ولسمشر په فرمان جوړ شوی او دواړو لورو ته مسوولیتونه درلودل چې د حزب اسلامي لوري خپل مکلفیتونه نه دي عملي کړي.

د حزب اسلامي د بندیانو په اړه دا غبرګون له هغه وروسته څرګندیږي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دولت ورسره د کړې هوکړې مطابق بندیان نه دي خوشي کړي او له هوکړې وروسته یې هم ګڼ حزبیان نیولي دي.

هغه خبرداری ورکړی و چې که یې غوښتنې ونه منل شي، نو پراخ لاریونونه به را وبولي او له ارګ څخه به حاکمه ډله وباسي.