په کمال خان بند کې د اوبو زېرمه کول پيل شول

نجیب مایار
په کمال خان بند کې د اوبو زېرمه کول پيل شول

د کمال خان په بند کې د اوبو د زېرمه کول پيل شول. دا بند چې د هېواد یوه لویه او ملي پروژه ده د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې دي.

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل وایي د دغې پروژې په بشپړېدوسره د هېوادوالو په څیرو کې د خوښۍ موسکا وې ښکاري.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې کار خوښي ښودلې ده هغه ویلي « ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې، د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله مې پوره شوه.»

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل وایي دا اداره ژمنه ده چې د افغانستان اوبه به مهاروي.

هغه په فیسبوک پاڼه لیکلي: « خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اوبه به مهار کیږي؛ د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.»

د کمال خان بند په نیمروز کې د هلمند پرسیند جوړشوی چې د نیمروز حاصل خیزو ځمکو ته اوبه چمتو کړي.

کمال خان بند له ۷  میګاواټو تر ۹ میګاواټه برېښنا  تولیدولای شي، میلونونونه متره مکعب اوبه ذخیره کوي او شا اوخوا ۱۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

دا بند د هغه نومیالي کمال خان سنجرابی په نامه نومول شوی چې خوا وشاه اوه سوه کاله مخکې یې په دې سیمه کې ژوند کاوه.

کمال خان څوک و؟

دا په نیمروز کې د یوه وطندوست او مبارز نوم دی چې د تاریخی اسنادو له مخې شاوخوا  ۷۰۰ کاله وړاندې په دې سیمه کې واکمن وه او په دې ځای کې یې په لومړنیو امکاناتو بند جوړ کړی و.

تاریخ لیکونکی ډاکټرمحمد اعظم سیساتی د یوه انګلیسي افسر ایوان سمیت د یادښتونو په استناد

لیکلي سردارکمال خان سنجرابي په چهاربرجک کې میشت و او د آبادۍ او اوبو لګولو چارو ته یې ډېر ارزښت ورکاوه.

ډاکټر سیستانی وایي:« په منځنیو پيړیو کې د هلمند پر سیند ډېر بندونه جوړ شوي وو چې پراخې ځمکې یې خړوبولې. دا بندونه د ګرشاسپ بند، د رستم بند، د حمزه بلواخان بند ، یک آب او سیستان په نومونو یاد شوي دي.»

په نیمروز کې محلي مسوولین وایي کمال خان سنجرابي د خپل ژوند پروخت د هلمند سیند د اوبو د کابو کولو په موخه د خپل هڅو په لړ کې هلته د اوبو له پاره څو بندونه جوړ کړل، ترڅو د نیمروز حاصل خیزو ځمکو ته د هلمند له سیند څخه اوبه چمتو کړي.

د افغانستان د اوبو د کنترول ملي اداره وایي:« کمال خان شاوخوا اوه سوه  کاله مخکې په هغه سیمه کې اوسېده، ملي، وطن دوست، ولسي او مبارزشخص و، هغه د هلمند اوبو د کنترول په هڅه کې و ترڅو د هغه سیمې د خلکو ژوند بدل کړي او سیستان ورغوي.»

کمال خان توانیدلی و چې په خاورو او لرګیو سره د هلمند اوبو ته بند جوړ او لرغونی سیستان سمسورکړي. ویل کیږي کله چې تیمور په دې سیمه یرغل وکړ کمال خان او ملګرو یې له مقاومت سره سره ژوند له لاسه ورکړ او د ده له خوا جوړ شوی بند هم ونړول شو. کمال خان د همدې بند په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی و.

له هغه مودې را وروسته سردارداودخان هم د دغه بند د جوړولو تکل وکړ، خو دې موخې ته ونه رسېد. د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي د ولسمشرمحمد اشرف غني په لارښوونه دا ملي پروژه ګټې اخیستنې ته د چمتو کېدو په حال کې ده.

د کمال خان قبر د محلي چارواکو له خوا د روان کال د لیندۍ په ۱۱مه په رسمي ډول د بند د کاسې له سیمې څخه د بند یوې ستراتیژیکي سیمې ته ولیږدول شو.

د اوبو د چارو د تنظیم ا اداره وایي د دې له پاره چې د کمال خان مقبره د بند د زېرمې په کاسه کې وه نو یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه چې د هغه قبر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په پام کې نیول شوي ځای ته ولیږدوي او په راتلونکې کې به یې د درناوي په موخه ځانګړې مقبره جوړه کړي.