په کندهار کې د « خپل هېواد، خپل تولید» ترنامه لاندې نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې چې د یکشنبې په ورځ په کندهارښار کې پيل شو د هېواد د بیلابيلو ولایتونو څخه د بېلابیلو سکتورونو تولیدوونکو ګډون کړی دی.
د نندارتون د پیل په مراسمو کې د کندهار محلي چارواکو او د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولینو او سوداګرو ګډون کړی و.
دا نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي د صیام بزنس بنسټ له خوا جوړ شوی دی.
د کندهار والي حیات الله حیات د نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې په اوسنیو سختو حالاتو کې د پانګوالو او سوداګرو هڅې وستایلې او له خلکو یې وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
حیات وویل:« پانګوال د افغانستان د بسیاینې په خاطر او له نورې نړۍ سره د سیالۍ په خاطر په سختو شرایطو کې کار کوي او زرګونه کسان یې په کار کړي دي. دوی ته په بهر کې د کار ښه شرایط برابر دي، خو دا د دوی وطندوستي ده چې په خپله هېواد کې یې کار پيل کړی او دوام ورکوي.»
ښاغلي حیات وویل د دې له پاره چې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، نو خلکو ته ښایي چې کورني تولیدات وپیري ترڅو تولیدي شرکتونه پیاوړي او ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل:« حکومت د دې وس نه لري چې ټولو خلکو ته کار ورکړي، زرګونه کسان هرکال فارغیږي، په هر هېواد کې د منځنۍ کچۍ پانګونه میلیونونو خلکو ته کار برابروي او دا برخه باید پیاوړې شي.»
په ورته وخت کې د نندارتون د جوړونکي بنسټ رییس صیام پسرلي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل :« په نندارتون کې په اتیا غرفو کې بېلابېل تولیدات چې په هېواد کې د ننه تولیدیږي نندارې ته ایښودل شوي دي. دا هغه شرکتونه دي چې په کابل، ننګرهار، لغمان، بلخ ، غزني، زابل اوکندهار کې تولیدات کوي.»
پسرلی وایي په نندارتون کې ټولو کورنیو شرکتونو ګډون کړی او موخه یې داده چې دغه تولیدونکو او تولیداتو ته بازار وموندل شي او خلک د خپل هېواد له تولیداتو سره بلد شي.
ښاغلي پسرلي وویل:« په دې کې د بیلابیلو خوراکي توکو، څښاک، زعفرانو، وچې مېوې، لبنیانو، بوټانو، لوښو، بانکونو، تولیدي پرودکشنونو او نورو سکتورونو برخه اخیستې ده.»
صیام بزنس بنسټ وایي د نندراتون یوه موخه دا هم ده چې نندارتون په څنډه کې د تولیدي شرکتونو او سوداګرو ترمنځ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
د کرونا روان بحران او د نا امنیو ډېروالي د نورو چارو ترڅنګ په هېواد کې د پانګونې او تولید چارې هم ټکنی کړې دي.
د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې د مالوماتو له مخې اوس په هېواد کې شاوخوا زرګونه لویې او وړې تولیدي فابریکې فعالیت کوي.
ډیرپانګوال امنیتي ستونزې، په صنعتي پارکونو کې د کافي برېښنا نشتوالی، د ځمکې نه لرل او ځینې نور د خپل کار پروړاندې لویې ستونزې ګڼي.