په هېواد کې ۴۴۰ زره ټنه وریژې تولید شوې دي

نجیب مایار
په هېواد کې ۴۴۰ زره ټنه وریژې تولید شوې دي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د وریژو د تولید په اړه خپور کړی راپور وایي چې د تېرکال په پرتله په هېواد کې د وریژو حاصلات ۱۵ سلنه ډېرشوي دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل دا سروې د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ادارې له خوا په ګډه شوې ده.

رستمي وایي:« په هېواد کې د وریژو کر او حاصلات د  ۱۳۹۸ کال په پرتله په روان کال کې نیژدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې په تېرکال کې په هېواد کې ټولې ۳۸۳۰۰۰ ټنه وریژې تولید شوې وې، خو نوې سروې وایي چې سږکال د تېرکال په پرتله ۵۷۰۰۰ ټنه ډېروالی ښیي او  ۴۴۰۰۰۰ ټنه وریژې ترلاسه شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د تېرکال د خپرو کړو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې په ۱۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه شولې کرل شوې وې، خو نوې سروې وایي چې په روان کال کې بیا د شولو کروندې د ۱۹۵۰۰ هکټارو په ډېروالي سره، ۱۴۷۵۰۰ هکټارو ته رسېدلي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت او احصایې او مالوماتو ادارې دا سروې چې په پنځو میاشتو کې بشپړه شوې په نولسو ولایتونو کې په ۱۲۶ ولسوالیو کې په څو لارو او بڼو ترسره شوې ده.

 لکه له لیرې واټن څخه ( ریموټ سنسنګ) د شولو د کروندو موندل، له بزګرانو سره د مرکو له لارې.

 په روان کال کې په کندز کې په  ۴۶۸۰۰ هکټاره شولې کرل شوې وې چې  ۱۴۰ زره ټنه وریژې ترلاسه شوې دي.

 په تخار کې  د ۲۳ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۷۵ زره ټنه تولید سره دویم ځای، بغلان د ۱۹۷۰۰ هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۶۳ زره ټنه تولید سره درېیم ځای او ننګرهار د ۱۴۶۰۰ هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۴۷ زره ټنه تولید سره څلورم ځای کې دي.

په همدې ډول هرات په ۲۸ زره ټنه تولید ، کونړ په ۲۰ زره ټنه تولید، بلخ په ۱۸ زره ټنه تولید او لغمان په ۱۵ زره ټنه تولید سره وروستي ځایونه خپل کړي دي.

د دغه سروې له مخې خوست، ارزګان، پکتیا، بدخشان، دایکندي، کابل، بادغیس، هلمند، بامیان، سرپل او غور په هېواد کې د وریجو نور تولیدوونکي ولایتونه دي.

د ملي احصایې او مالوماتو ادارې د اټکل له مخې، په ۱۳۹۹ل  کال کې افغانستان ۶۵۵ زره ټنه وریژو ته اړتیا لري، چې د تولید کچې ته په کتو ۲۱۵ زره ټنه کموالی لري.