د دفاع وزارت: په وردګو کې د یوه ښوونکي د وژلو په تړاو دوه کسان نیول شوي

نجیب مایار
د دفاع وزارت: په وردګو کې د یوه ښوونکي د وژلو په تړاو دوه کسان نیول شوي

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وایي د دغې ولسوالۍ په شاه قلندر سیمه کې د ملي اردو سرتېرو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.

دا کسان چې د سه شنبې په ورځ میدان ښار ته تللي وو او له والي  عبدالرحمان طارق سره یې کتلي وایي وژل شوی کس یو ښوونکی و او نور یې له هېڅ ډلې سره اړیکې نه درلودې.

د چک ولسوالۍ دا اوسیدونکي وایي:« د دوشنبې په ورځ د ملي اردو سرتېرو د شاه قلندر په بازار کې نورالرحمان تسل ته چې په خپل موټر کې یې سفرکاوه لاس پورته کړی چې پوستې ته یې ورسوي، خو هغه نه دی لیدلی او موټر یې نه دی درولی، وروسته سرتیري ورغلي له موټر یې کوز کړی او همالته یې د خلکو په مخ کې په ډزو وژلی دی.»

دا کسان وایي نورالرحمن تسل چې د چک ولسوالۍ د ګرداب کلي اوسیدونکی او د انبوخاک د عالي لیسې ښوونکی هم و.

د میدان وردګو د والي د رسنیو دفتر وایي دغو کسانو د سه شنبې په ورځ له والي سره کتلي او د وژل شوي ښوونکي د قتل د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

د میدان وردګو والي عبدالرحمن طارق د چک ولسوالۍ ورغلو مشرانو ته ویلي چې له ولسونو سره ظلم او زیاتی په هېڅ صورت ورته د منلو وړ نه دی او په دې پیښه خواشینی دی.

ښاغلي طارق ویلي د پېښې په تور دوه تورن کسان نیول شوي او د پلټنې لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کيږي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت وایي چې په دې اړه څېړنه کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« موږ دا موضوع څېړو او دوه کسان مونیولي دي.»

هغه په دې اړه له جزیات ورکولو ډډه وکړه چې دا ښوونکی ولې وژل شوی، خو وایي ترڅیړنو وروسته به په دې اړه جزیات شریک کړي.

د چک ولسوالۍ اوسیدونکي وایي ملي اردو د دغې ولسوالۍ مرکز ته په ورغلې لاره پوستې جوړې کړې چې د سیمې له خلکو سره ډېر ناوړه چلند کوي او حتی پوستو ته اوبه په خلکو جبري انتقالوي.

 میدان وردګ د کابل په ګاونډ کې هغه ولایت دی چې په ډېرو سیمو کې یې طالبان فعال دي.

د وسله والو طالبانو د ګواښونود له منځه وړلو په موخه د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د میدان ښار ـ بامیان په لاره چانيزعملیات پيل کړل او په بهسودو کې د امنیتي ځواکونو عملیات لاهم دوام لري.