په ننګرهار کې د مروارید د دوهم کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې. د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل وایي دا کانال د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې له خوا د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو د ډېروالي په موخه د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي:« د دې پروژې په بشپړېدو سره د دغه کانال د اوبو لګولو ظرفیت ۴۹۳ هکټاره ځمکې ته لوړشوی، چې ټول ټال به ۸۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او له دغه کانال څخه به ۳۳۵۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.»
دا د مروارید دوهم کانال دی هغه چې شاوخوا شل کاله مخکې کاکا مراد (تیتسوناکامورا) بشپړکړی و.
مروارید کانال د ننګرهار ولایت د کوز کونړ یا خېوې په ولسوالۍ کې د کونړ له سیند څخه پورته شوی دی.
د دغه کانال د جوړولو چارې د ډاکټرناکامورا په مشرۍ د جاپانۍ موسسې ( پي ام اس) له خوا په ۲۰۰۳م کال کې پيل او ۲۰۱۰م کال کې بشپړې شوې .
د مروارید کانال چې د کونړ له سیند څخه پورته شوي د خېوې ولسوالۍ په ګمبیري دښته او بهسودو ولسوالۍ زرګونه هکتاره ځمکې خړوبوي.
کاکا مراد د کونړ له سیند څخه د کانالونو د پورته کولو د پروژو په لړ کې د مروارید د دوهم کانال د جوړولو چارې هم پیل کړې، خو تر بشپړېدو وړاندې هغه په جلال آباد کې په یوه ترهګریز برید کې ووژل شو. هغه برید چې تراوسه یې په اړه د څیړنو جزیات نه دي خپاره شوي.
د مروارید د دوهم کانال د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې د ډاکټر ناکامورا په مشرۍ د جاپانۍ موسسې( پي ام اس) له خوا پیل شوې وې.
د دغه پروژې د پیل پروخت مسوولینو ویلي وو:« په دې کانال دوه نیم میلیون ډالره لګښت راځي چې په بشپړېدو به یې درې نیم زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.»

د مروارید د دوهم کانال د جوړلو چارې په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوې، د ننګرهارد هغه وخت والي حیات الله حیات ویلي وو چې پر دغه جوړیدونکي کانال دوه میلیون دالره لګښت کیږي، چې د جاپان د پرمختیايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
د ښاغلي حیات د څرګندونو له مخې د کانال چارې به په دوه کالونو کې بشپړې شي، چې ورسره به ۳۳۵۰ کسانو ته کار هم پيدا شي.
د جاپان د پرمختیایي ادارې( پی ام اس) رییس ډاکټرناکامورا د مروارید د دوهم کانال د جوړلو د اړتیا په اړه ویلي و چې د کونړ د سیند اوبه هرکال ښکته کیږي چې له امله یې له دغه سیند څخه خړوبیدونکي ځمکې بې فصله پاتې کیږي، نو اړتیا ده چې بل کانال ترې وغځول شي، ترڅو د وخت په تېریدو دا ستونزه حل شي.
ناکامورا ویلي وو:« هرکال یې هڅه دا ده چې د کونړ له سینده وچو ځمکو ته اوبه پورته کړي او د کرنې له لارې د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.»
ناکامورا غوښتل د ننګرهار په یو شمېر نورو سیمو، کونړ، نورستان او لغمان کې هم دې ته ورته کانالونه جوړکړي.
د ډاکټر ناکامورا په مشرۍ د پي ام امس موسسې د ننګرهار په خېوه او کامه ولسوالیو کې د کونړ له سینده یوولس کوچني کانالونه او سربندونه پورته کړي، چې پرمټ یې شاوخوا شل زره هکتاره ځمکه خړوبېږي.