په ټول هېواد کې د نېژدې ۲۷ میلیونه نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل شو

نجیب مایار
په ټول هېواد کې د نېژدې ۲۷ میلیونه نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل شو

په هېواد کې د نیالګیو د کېنولو ملي کمپین د چهارشنبې په ورځ پیل شو. په دې لړ کې به په ټول هېواد کې نیژدې ۲۷ میلیونه نیالګي کېنول شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال شیرشاه امیري وایي د کرنې وزارت په ټول هېواد کې ۲۶ میلیونه ۷۳۸ زره او ۶۴۷ نیالګي د کېنولو له پاره چمتو کړي دي.

ښاغلی امیري وایي په دې کې مېوه لرونکي او زینتي نیالګي شامل دي چې په ټول هېواد کې کینول کیږي.

هغه وایي: « له دې ډلې دوه میلیونه او ۴۶۸ زره او ۵۵۶ نیالګي د کرنې وزارت د ځنګلونو مدیریت، یو میلیون او ۱۵زره او ۴۹ نیالګي د کرنې وزارت همکارو موسسو،  ۱۸ میلیونه او ۱۸۱ زره ۴۱۴ د هېواد د هغو قوریه لروونکو له خوا چې د کرنې وزارت له خوا ورسره مرسته کیږي او پينځه میلیونه او ۷۳ زره او ۶۲۸ د انفرادي اشخاصو له خوا چمتو شوي دي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وایي د کابل په مرکزي فارمونو کې هم سږکال ۲۴۷ زره او ۸۱۹ نیالګي چمتو شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وایي کابل، هرات، بامیان، بادغیس، ننګرهار او هلمند د نیالګیو د چمتو کولو په برخه کې مخکښ دي او نوي کال ته یې ډېرنیالګي چمتو کړي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې د ننګرهار په کانال کې هم ۱۴۸ زره او ۹۳۰ نیالګي کېنولو ته چمتو شوي دي.

د کرنې وزارت وایي د نیالګیو کېنول د هوا د پاکوالي، سمسورتیا او چاپیریال او هوا د ککړتیا مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېرکال د نیالګیو د کینولو او ځنګلونو د احیا کولو په موخه یو ۹ ماده یي حکم صادر کړی و چې د دغه حکم د لومړۍ مادې له مخې د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ بلل شوې او هرکال په همدې ورځ په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنول پیلیږي.

په افغانستان کې د بیلابیلو ادارو له خوا هرکال میلیونونه نیالګي کینول کیږي، خو د هغه خړوبولو او ساتنې ته د نه پاملرنې له امله یې ډېره برخه وچیږي او له منځه ځي.

د هېواد اوسیدونکي د نیالګیو کېنول د چاپیریال په پاکوالي او سمسورتیا کې یو غوره ګام ګڼي، خو له اړونده ادارو غواړي چې د نیالګیو د کېنولو ترڅنګ د هغه ساتنې ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو هرکال میلیونونه افغانۍ پانګه بېځایه لاړه نشي.