نورستانیان: یوه پراستامول ته حیران یو!

نجیب مایار
نورستانیان: یوه پراستامول ته حیران یو!

د نورستان په ځینو ولسوالیو کې له څو میاشتو را په دېخوا روغتیایي مرکزونه بند دي. د لودیځ نورستان د څو ولسوالیو سلګونو  اوسیدونکو د سه شنبې په ورځ په نندارج ولسوالۍ کې لاریون وکړ او له دولت یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونه پرانیزي.

لاریون کوونکي وایي له څو میاشتو را په دیخوا په لودیځ نورستان کې نیژدې دېرش روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو د نشتوالي او ډاکټرانو ته د معاشونو د نه ورکولو له امله بند دي.

یو لاریون کوونکی وایي:« ماشومان ټول ناروغان دي، خلک غریب دي، درې څلور میاشتې کیږي چې دوا نشته آخر خپل ناروغان چېرته یوسوو.»

بل لاریونوال وایي:« که نورستان ته پام کیدای، نو ولې دا ستونزه نه حلیږي، ژمی دی، یخ دی.»

د لودیځ نورستان یو قومي مشر عبدالرقیب نورستاني چې دا لاریون یې تنظیم کړی و صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: خلک نور په وعدو نه غولیږي، څو میاشتې کیږي چې په روغتونو کې درمل نشته او بند دي.

نورستاني وویل:« د لوېدیځ نورستان درې ولسوالۍ څو میاشتې کیږي چې په یوه پراستامول پورې حیران دي.  د نورګرام، دوآبه، مندول او نورو سیمو کې ۲۷ روغتیایي مرکزونه له څو میاشتو را په دېخوا بند دي.»

ښاغلی نورستانی، وایي روغتیایی مرکزونو ته ډاکټران او نور پرسونل هم نه ورځي ځکه د ده په وینا هغوی ته هم د څو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی.

دغه قومي مشر صبح کابل ورځپاڼې ته وویل :« په دې ډول دولت ته غږ رسوو، خدای ته وګورئ اور مو واخیست، دا له موږ سره ظلم دی او جفا ده.»

هغه په حکومتي مسوولینو هم نیوکه کوي چې هغه موسسه چې درمل او معاشونه نه شي ورکولای نو ولې یې پر دوې مسلطه کړې ده.

د لاریون کوونکو استازی وایي د نورستان د عامې روغتیا ریاست دا ستونزه نه شي حلولای.« د روغتیا ریاست  یوازې د وزیرد ژمنو خبره کوي، خو په عمل کې دا څو میاشتې دا ستونزه روانه ده، وزیر یوڅه وایي، همکاره موسسه بل څه وایي، حتی زموږ تلیفون ته ځواب نه وایي.»

لاریونوال وایي د دې ستونزې د حل په موخه یې د ولایت، روغتیا ریاست او حتی وکیلانو دروازه هم ډبولې، خو لاهم نه ده حل شوې.

 که څه هم هغه د کوم شخص نوم نه اخلي، خو وایي :« وکیلان هم مدیران راوړي، یو وکیل یو مدیر راوړي، بل وکیل بدل مدیر راوړي، خو اصلي ستونزه پرځای پاتې ده»

د نورستان د نندارج یو اوسیدونکی چې وایي په یوه روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي په ولسوالیو کې کلنیکونه په خامو کورونو کې دي چې د اورښتونو پروخت څاڅي او دوی یې د مخنیوی هیڅ امکانات نه لري.

د لودیځ نورستان دغو اوسیدونکو له حکومت وغوښتل چې په دې ولایت کې د روغتیا وزارت همکاره موسسه « اهېد» ناکامه ده او نه شي کولای هلته روانې ستونزې حل کړي، نو ښه ده چې دا مسوولیت بل بنسټ او یا موسسې ته وسپارل شي.

د نورستان د والي ویاند محمد اسماعیل مومند صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې دا ستونزه د عامې روغتیا له وزارت او ولسمشرۍ سره شریکه شوې ده.

مومند وایي:« موږ د مرکز هدایت ته منتظریو، د ډاکټرانو او روغتیا پالانو معاشونه ورکړل شوي او د پاتې نورو هم ورکول کیږي.»

هغه دا نه مني چې په لودیځ نورستان کې دې ټول ۲۷ روغتیایي مرکزونه تړلي وي.« په دې شمېر نه دي ښایي څوارلس ترشپاړسو پورې بند شوي وي.»

ښاغلی مومند وایي معاشونه هم د ځینو دوې میاشتې نه دي ورکړل شوي او ښایي د ځینو نورو د ډېرو میاشتو پاتې وي، خو ولایتي ادارې په دې برخه کې د خپل وس په کچه هڅې کړې او دا موضوع لاهم تعقیبوي.

په نورستان کې یوه بله محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې په نورستان کې  ټول ۴۶ روغتیایی مرکزونه دي چی له دیرشو ډېر یې له دغې موسسې سره دي.

دا سرچینه وایي د عامې روغتیا وزارت په دې همکاره موسسه « اهیډ» د شپږو میاشتو معاشونه نه و ورکړي چې د عامې روغتیا وزارت د دې ستونزې د حل په موخه له نورو لارو د ډاکټرانو او روغتیایي کارمندانو معاشونه ورکړل، خوپه ځینو سیمو کې لاهم پاتې دي.

 دا سرچینه وایي د نورستان د روغتیایي مرکزونو دا  موضوع ولسمشري په خپله تعقیبوي او له موسسې قراردادونه اخیستل شوي.« په تورلیست کې یې راوستې او حتی مسوولین یې ممنوع الخروج کړي دي.»

 په نورستان کې محلي سرچینې وایي کله کله طالبان هم د خلکو له احساساتو کار اخلي، په داسې حال کې چې دا ډله د ډېرو دولتي برنامو پروړاندې خنډ دي او حتی په پروژو کې ځان ته برخه غواړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه په نورستان کې د عامې روغتیا وزارت د همکارې موسسې « اهیډ» نظرهم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانیدو. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي هغه موسسه چې په نورستان کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مسولیت لري ژمنه کړې چې دا ستونزه به ژر حل کړي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي دغې موسسې ته اخطاریه ورکړې شوې ده.

جعفري صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« تطبیقوونکې موسسې چې په کوم قیمت تړون کړی و، ونه توانیده چې خدمات وړاندې کړي او معاشونه پروخت ورکړي، په ځینو نورو ولایتونو کې یې هم دا ستونزه لرله چې قرارداد ترې واخیستل شو او د نورستان د ستونزې په اړه یې د حل ژمنه کړې ده.»

یوازې نورستان نه دی چې له دې ستونزې سره مخ دی، بلکې د تخار په څو ولسوالیو کې هم لسګونه روغتونونه او روغتیایي مرکزونه چې د « اهیډ» موسسې له خوا تمویلیدل د ورته ستونزې له امله تړلي وو.