د « زرغون خوست» د مېلې موخه د خوست زرغونتیا ده

نجیب مایار
د « زرغون خوست» د مېلې موخه د خوست زرغونتیا ده

په خوست کې به په درې ورځنۍ مېله کې ۲۶۳ زره بېلابېل نیالګي کینول شي.

د «زرغون خوست» مېله  د پنجشنبې په ورځ د زرګونو کسانو په ګډون پیل شوه. دا مېله هرکال د خلکو له خوا جوړیږي چې درې ورځې دوام مومي. په مېله کې د نورو تفریحي موضوعاتو ترڅنګ د خوست سمسورتیا ته ډېره پاملرنه کیږي او هرکال د غرونو په لمنو کې زرګونه بېلابېلې ونې کېنول کیږي.

د خوست والي مهمند کټوازی وایي سږکال به ټولیز ډول په دغه ولایت کې ۲۶۳۹۴۶ میوه لرونکي او زینتي نیالګي د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او خلکو له خوا کېنول شي.

کټوازی وایي وایي پيل یي د « زرغون خوست» په میله شوی چې دا لړۍ به دوام وکړي.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري صبح کابل ورځپاڼې ته وویل د حکومتي ادارو، خصوصي سکتور او خلکو له خوا د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې نیالګي کېنول کیږي.

 نوري وویل:« ۱۷۵۰۰  مثمر او غیر مثمر نیالګي زموږ په مرکزي قوریه کې شته چې د ولایت مقام د لارښوونې سره سم به په مشخصو سیمو کې وکرل شي.»

 هغه وایي د والي په وړاندیز له ننګرهار څخه د ۵۵۰۰ نیالګیو د لیږدولو وړاندیز شوی چې راتلونکې اونۍ کې به ولیږدول شي او د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ له وزارت څخه د «بیرې» د ۱۰ زره نیالګیو غوښته شوې چې په پلان کې ده خوست ته ولیږدول شي او په هغو ځایونو کې کېنول شي چې ورته په پام کې نیول شوي دي.

د خوست د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې په پام کې ده چې ۱۰۰ د غوزانو، ۳۰۰ د بادامو او زردالو،۱۰۰ د زردالو، ۱۰۰۰ د انارو، ۵۰۰ د املوکو،۱۵۰۰ د زیتونو او  ۱۰۰۰ د لاچي نیالګي چې د ټولو شمېر ۴۵۰۰  ته رسیږي په « لندرو واټرشید» کې کینول شي.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکتورې پروژه په پام کې لري چې د خوست په څلورو ولسوالیو کې متراکم بڼونه  هم جوړ کړي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رییس وایي په دې لړ کې به ۱۳ جریبه د ناکو، ۲۵ جریبه د لیمو، ۳۶ جریبه د مالټو او ۷ جریبه د الوچو بڼونه جوړ کړي چې ټول په ۸۱ جریبه ځمکه ۱۳۴۴۶ نیالګي کینول کیږي.

خوست ولایت له جګړو مخکې ډېر زرغون او په ځنګلونو پوښل شوی و، خودا ځنګلونه د جګړو په کلونو کې په خپل سر ډول د خلکو له خوا پرې او وسوځول شول چې د محلي مسوولینو په وینا اوس یې نه یوازې د پرې کولو مخه نیول شوې، بلکې د دغه ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه هم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

دا مسوولین وایي په دې لړ کې د خوست په پنځو ولسوالیو کې په ۳۶۰ قوریو کې  دوه میلیون او سل زره د غوزانو او ځڼغوزیو نیالګي چمتو شوي چې په ژمي  کې به ځنګلي سیمو ته انتقال او کینول شي.

د خوست په زرغونولو او سمسورتیا کې یوازې دولت هڅې نه کوي، بلکې خصوصي سکتور هم په دې برخه کې خپله ونډه اخیستي او غواړي نوره هم واخلي، په خوست کې محلي مسوولین وایي چې په دې لړ کې به په دغه ولایت کې  د خصوصي سکتور له خوا هم په ۹۲ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړشي.

د خوست طبیعي ښکلا او سمسورتیا ته په پام پخوا په دغه ولایت کې څو دولتي بڼونه هم جوړ شوي وو چې ځینې یې شته او یو شمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري.

د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي په خوست کې د «مېله کوټ»  باغ د بیارغونې چارې روانې دي چې په پام کې ده  په دغه بڼ کې د ونو او بوټو یوڅیړنیز مرکز هم جوړ او په اتو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

 پر دې سربېره خوست اوه تاریخي بڼونه لري چې سږکال به یې د میلمه کوټ او فارم او بلاوټ بڼونو د بیارغونې چارې پيل شي.

د « زرغون خوست» مېلې په جوړولو کې ځوانان ډېره ونډه لري چې د حشر په بڼه په کې ټول ځوانان برخه اخلي او نیالګي کینوي.

د خوست ډېر اوسیدونکي د خلکو دا کارله خپل ولایت، چاپیریال او ملي شتمنیو سره د دوی مینه ښیي او وایي د نیالګیو د کینولو ترڅنګ یې باید خړوبولو او ساتنې ته هم همداسې پاملرنه وشي. د دوی په وینا هرکال زرګونه نیالګي د نه پاملرنې له امله وچیږي.