د بلخ تحصن کوونکي: د حیرتان او آقینې بندرونه او لارې به وتړو

صبح کابل
د بلخ تحصن کوونکي: د حیرتان او آقینې بندرونه او لارې به وتړو

په بلخ کې د یوه تښتول شوي نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو له امله د خلکو تحصن دوام لري. د تحصن دا خېمه د روانې اونۍ په پيل کې د بلخ د والي د دفتر مخې ته درول شوې ده.  د دغه تحصن ګډونوال او په شمال کې د ترکمنو د پیوستون شورا د ځوانانو رییس صلاح الدین اماني وایي په دې تحصن کې تر درې سوو پورې کسانو برخه اخیستې او ترهغه به دوام وکړي چې تښتول شوی ماشوم نه وي پیدا شوی.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د عبدالروف په نامه دا نهه کلن ماشوم یوه میاشت وړاندې ښوونځي ته په لاره وتښتول شو.

د عبدالروف پلار محمد نبي وایي تښتوونکو چې دی یې نه پيژني ور څخه د خپل زوی د خلاصولو په بدل کې د یو نیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

په شمال کې د ترکمنو د پیوستون شورا د ځوانانو رییس صلاح الدین اماني صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: « څلور ورخې کیږي چې د بلخ ولایت د مقام په دروازه کې مو د تحصن خېمه وهلې چې له اختطاف وژغورل شي،۳۷ ورځې کیږي چې ماشوم تښتول شوی، محلي حکومت وایي په امنیتي ځواکونو فشا راوړو او کار جریان لري ترڅو دا ماشوم پیدا او وژغورل شي.»

اماني وایي تښتوونکو ماشوم د پیسو ترلاسه کولو په موخه تښتولی دی. هغه

وایي: « لومړیو ورځو کې د تلیفون له لارې خبرې کولې، خو په وروستیو ورځو کې د واتساپ له لارې اړیکه نیسي او یوه ویدیو یې د ماشوم لیږلې وه، چې ماشوم په ځنځیرونو تړل شوی دی.»

 په شمال کې د ترکمنو شورا دا غړی وایي که جدي کار ونه کړي ښایي عبدالروف هم له لاسه ورکړي.  تحصن کوونکي وایي تحصن ته به پراختیا ورکړي او سر له شنبې ورځې په لاریونونه پيل کړي.

د ترکمنو شورا د ځوانانو رییس وایي:« سرله شنبې ورځې د مزارشریف ـ حیرتان لاره تړو، د آقینې بندر به وتړل شي، په کندز کې هم خلکو ژمنه کړې چې زموږ په ملاتړ د شیرخان بندرهم وتړي.»

نوموړی وایي د هېواد په لودیځ کې هم خلکو ویلي چې د دوی په ملاتړ به لاریون وکړي او تورغونډۍ بندر به وتړي.

که څه هم محلي چارواکي وایي په دې برخه کې جدي کار دوام لري، خو د تحصن کوونکو استازي وایي یوازې ژمنې ستونزه نه شي حلولای.

په شمال کې د ترکمنو د شورا یو غړی وایي دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم داسې پیښې شوې چې حکومت یې د موندنې ژمنې کړې، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.

هغه وایي :« تېرکال هم د محصل د خوشي کولو په بدل کې تښتوونکو درې څلور سوه زره ډالر غوښتل چې ورنه کړل شول، محصل یې وواژه.»

 په شمال کې د ترکمنو د شورا ځینې غړي دا د ترکمن قوم پروړاندې یوه توطیه ګڼي.

د افغانستان د ترکمنانو د ټولنیزسازمان مرستیال محمد انور رحیمي وایي د ترکمنو د قوم ۱۷ کسان تښتول شوي چې ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشي شوي او نوريې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وایي د دغې قضيې په اړه د دوی چلند جدي دی او دا موضوع یې د پیښېدو له لومړۍ ورځې را په دیخوا په جدي توګه تعقیب کړې.

هغه وایي د امنیتي مسایلو له امله ځینې پرمختګونه له خلکو سره نه شریکیږي، خو جدي هڅې دوام لري.

د بلخ والي په فیسبوک لیکلې دی په دغه ولایت کې د ټولو خلکو او قومونو والي دی.

عظیمي لیکي:« زه د ټولو په اړه مساوي مسولیت لرم او له ټولو هېوادوالو غواړم چې دا ډول مسایل قومي نه کړي. جنایي پیښې هرکله شوې چې بیلابیل خلک او قومونه یې زیانمن کړي.»

د بلخ د امنیې قومانداني وایي په دې اړه د امنیتي ځواکونو هڅې جریان لري.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي امنیتي ځواکونه په دې برخه کې کار کوي، جدي هڅې دوام لري، خو تراوسه د ماشوم د ساتلو ځای نه دی پیژندل شوی او لاهم له تښتوونکو سره دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د بلخ د صرافانو د اتحادیې مشرد ناپیژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و، چې وروسته خوشی شو. که څه هم امنیتي مسوولینو هغه وخت ټینګار کاوه چې د عملیاتو په ترڅ کې آزاد شوی، خو ځینو شک ښوده چې هغه هم د پیسو په بدل کې خوشی شوی دی.