ایران کې نېژدې ۷۰ زرو افغانانو د الکترونیکې پېژندپاڼې له پاره نوم لیکنه کړې

نجیب مایار
ایران کې نېژدې ۷۰ زرو افغانانو  د الکترونیکې پېژندپاڼې له پاره نوم لیکنه کړې

له هېواده بهر د افغانانو د هویت د تثبیت په موخه د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د الکترونیکي پيژندپاڼو د ویش دوهم مرکز هم پرانیستل شو.

 دا مرکز د مشهد ښار په «چهارچشمه »  سیمه کې  د هرات ولایت د اقتصادي مرستیالې مونسې حسن زاده  او ایراني چاروکو  له خوا پرانیستل شو.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي تراوسه په ایران کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېشل ټول شپږ مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د دغه ادارې ویاندې روبینا شهابي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« په ایران کې ټول شپږ مرکزونه پرانیستل شوي چې له دې ډلې یې دوه په مشهد، دوه په تهران، یو په زاهدان او یو په کرمان ولایت کې دي.»

 شهابي وایي ترټولو وروستی مرکز په مشهد ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو.

د افغانستان د احصایي او معلوماتو د ملي ادارې ویانده روبینا شهابي وایي:« تراوسه په ایران کې ټولو ۶۹۲۷۲۳   کسانو معلومات ثبت شوي او ۱۲۲۱۷  کسانو ته پیژندپاڼې ویشل شوې دي.»

هغه وایي په ایران کې د پیژندپاڼو تر پروسس وروسته کابل ته را لیږدول کیږي او د پيژندپاڼو د ویش چارې په کابل کې سرته رسیږي.

په ایران کې د افغانستان د احصایې او مالوماتو ادارې استازي وایي په ایران کې د الکترونیکي پيژندپاڼو د ویش هره څانګه په ورځني ډول د ۴۰۰ غوښتنلیکونو د پروسس ظرفیت لري.

په مشهد کې د افغانستان سرقنسل جابر انصار وایي په ایران کې د الکترونیکي پيژندپاڼو د مرکزونو د ویش ظرفیت ۶۸۰ زره دی چې له دې ډلې تراوسه ۸۰ زرو کسانو هویت تثبیت شوی دی.

انصار وایي د افغان کډوالو د هویت تثبیت به افغانستان ته د دوی د بېرته ستنولو په برخه کې هم مرسته وکړي او د الکترونکي حکومتولی بهیر به چټکتیا ومومي.

په همدې وخت کې د ایران د  خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو اوکډوالو عمومي مدیر محمد تقي هاشمي ویلي په تېرو څلویښتو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه یوه جدي ستونزه دا وه چې د دوی هویت نه و تثبیت شوی.

هاشمي ویلي چې د دې ستونزې د حل په موخه دواړو دولتونو هوکړه وکړه چې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه په ایران کې شپږ مرکزونه پرانیستل شي ترڅو افغان کډوالو ته پيژندپاڼې وویشي.

د ایران حکومت د مالوماتو له مخې په دغه هېواد کې درې میلیون ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي.

پر ایران سربیره په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د الکترونیکي پيژندپاڼو د ویش مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې د روان کال د مرغومي میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې ټولټال د الکترونیکي پیژندپاڼو  د (۱،۷۴۸،۴۱۴ ) غوښتنلیکونو چارې بشپړ شوې دي.

د دغې ادارې مالومات ښیي چې تر همدې نیټې پورې د الکترونیکي پیژندپاڼو د ویب پاڼې له لارې  (۱،۹۰۶،۰۲۱) آنلاین غوښتنیکونه هم  ترلاسه شوي دي.

په مشهد کې د الکترونیکي پيژندپاڼو د ویش د شپږم مرکز د پرانیستنې په مراسمو کې د هرات ولایت اقتصادي او ټولنیزې مرستیالې مونسې حسن زاده هم ګډون کړی و. هغې څرګنده کړې چې ایران ته یې په سفر کې د سوداګرو او پانګوالو ځینې ستونزې هم حل کړې او په دې برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

د هرات محلی مسوولین وایي مېرمن حسن زاده د یوه پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې د ایران خراسان رضوي ولایت ته تللې ده.