عبدالله: د خبرو پر مېزد بهرنیانو د وتلو شرایط برابرېدلای شي

نجیب مایار
عبدالله: د خبرو پر مېزد بهرنیانو د وتلو شرایط برابرېدلای شي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي د افغانستان اوسني وضعیت او د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ د فعال حضور له امله شته ننګونو ته په پام سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره لازم شرایط کیدای شي د دواړو لورو د خبرو او تلپاتې او جامع سولې ته د رسېدو په پایله کې رامنځ ته شي.

د ملي مصالحې عالی شورا د جمعې په ورځ د  یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې شورا رییس عبدالله عبدالله د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له وروستي تصمیم څخه چې د سولې له بهیر، بین الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د خبرو مېز ته له راګرځېدوڅخه یې غوڅ ملاتړ ښودلی او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي هرکلی کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:« د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې چې د هېواد اوسنۍ ستونزې حل مذاکره، خبرې او د ټولو لورو له پاره یو جامع او منل شوي سیاسي توافق ګڼي، اوسنیو شرایطو ته په پام سره په افغانستان کې د ناټوځواکونو د حضور څخه ملاتړ کوي.»

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو انلاین غونډه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

 که څه هم په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون د راتلونکې په اړه پریکړه نه ده شوې، خو د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې ناټو سازمان په پرېکنده ډول د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې یې شتون هم د سولې بهیر د یوې برخې په توګه تنظیم کړی دی.

په همدې ډول ولسمشرغني هم د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي د افغانستان دولت او ناټو د ګډ ګواښ پروړاندې مبارزه کوي.

مینه پال په ټویټرلیکلي: « دامشترک تهدید دالقاعدې په شمول ټولي تروریستي ډلي دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکي لري، ددوحې تر توافقنامه راورسته طالبانو باید دا اړیکې  قطع کړي وای، خو برعکس غزولې او پیاوړي سوې دي.»

هغه وایي د افغانستان حکومت د ناټو د دې پریکړې هرکلی کوي چې دافغانستان د امنیتي او دفاعي قواو روزني، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کي بېړه نه کوي.

خو طالبانو بیا ویلي که مقابل لوری د « ناکامه تجربو» د تکرار هڅه وکړي، د هر راز بشري ناورین مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.

 طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي: « د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دي او هم د افغانستان.»

طالبانو ویلي که مقابل لوری د تېرو ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، راتلونکي کې به د هر راز احتمالي جګړې او بشري ناورین مسؤلیت دامریکا پر غاړه وي.