د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني وایي په کابل کې یې د پروستات عملیات په بریالیتوب شوي دي.
ښاغلي غني په خپل ټویټرلیکلي دي چې دا عملیات د سه شنبې په ماښام « د وري ۱۷مه » د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې شوي.
هغه لیکلي عملیات یې« د مجربوډاکټرانو» له خوا شوي او له دوی یې مننه کړې ده.
د جمهورریس په ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د هغه روغتیایي وضعیت څنګه دی.
ډاکټران وایي په افغانستان کې د پروستات عملیات دوه ډوله سرته رسیږي چې یو د ګیډې د څیرې کولو او بل د لایزر په وسیله، خو روښانه نه ده چې د جمهورریس دا عملیات په کوم ډول شوي دي.
پروستات ناروغي د عمر په لوړېدو سره زیاتیږي، ولسمشر غني شاوخوا ۷۱ کال عمر لري.
جمهوررییس غني په داسې حال کې د کابل په پوځي روغتون کې عملیات کړي چې ګڼ افغانان د ډېرو عملیاتو له پاره بهرنیو هیوادونو او په تېره پاکستان او هندوستان ته ځي.