هېواد کې له ۱۳۰۰۰ ټنو ډېر سټروس تولید شوي دي

صبح کابل
هېواد کې له ۱۳۰۰۰ ټنو ډېر سټروس تولید شوي دي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره ۲۴۳ ټنه ستروس تولید شوي دي.

په ستروسو کې چې ډېربڼونه یې په ننګرهار کې دي کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي.

ننګرهار د ۷۰۰۰ ټنه کینو، مالټو، نارنج او لیمو په تولید سره د سټروسو د تولیدوونکو ولایتونو په سر کې دی.

په دغه ولایت کې ۱۰۵۲ هکتاره ځمکه د سټروسو( کینو، مالټو، نارنج او لیمو) بڼونه جوړشوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د نارنجو د تولید په برخه کې کونړ بیا تر نورو ولایتونو مخکښ دی. په دغه ولایت کې تېرکال ۲۰۰۲ ټنه نارنج ترلاسه شوي دي.

کونړ کې په ۲۸۶ هکتاره ځمکه د نارنجو بڼونه شته.

په ننګرهار او کونړ پسې د سټروسو د تولید په برخه کې لغمان او خوست هم درېیم او څلور ځای لري.

په وروستیو کلونو کې د کابل، تخار، بلخ او سرپل په ولایتونو کې هم د سټروسو ونو د نیالګیو اېښودل او پالل دود شوي دي.

د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یوزرو ۹۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي ، چې له دې ډلې ۶۱ هکټاره یې د کینو او مالټو، ۴۱۵ د نارنجو او ۴۴۹ هکټاره یې د لیمو بڼونه دي.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال  کې هم  د کرنې وزارت له خوا په یوشمېر ولایتونو کې د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.

په دغه وزارت کې مسوولین وایي سټروسو بڼونو ته پراختیا ورکول او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل د کرنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.