خلکو د تاوتریخوالي د پای او سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه

صبح کابل
خلکو د تاوتریخوالي د پای او سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه

په هرات، خوست، کونړ او لوګر ولایتونو کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو پر ضد لاریونونه وشول. لاریونوالو د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او ویلی یې دي چې نور باید دواړه غاړې د سولې خبرو ته کېني او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د هرات اوسیدونکو تر دې شعار لاندې چې « موږ شاته نه ستنیږو» د بیړني اوربند غوښتنه وکړه. په دې لاریون کې ځوانانو، ښځو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.

د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالي لاریون کوونکو ته په خبرو کې سوله او اوربند د خلکو اساسي غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه چې دولت د سولې په برخه کې ډېره قرباني ورکړې او که طالبان د سولې له پروسې څخه ناوړه استفاده وکړي د امنیتي ځواکونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

په ورته وخت کې خوست کې د لاريون ګډونوالو په جګړه کې پر ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه ودروي او د‌ روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په خاطر دې اوربند او سوله وکړي.

په کونړ کې هم سلګونو کسانو په هېواد کې له قید او شرط پرته د اوربند او ټاکنو غوښتنه وکړه.

د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې دیني علماوو، ځوانانو او قومي مخورو د سوله ییز لاریون په ترسره کولو سره په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور د افغانانو پر وړاندې د جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.

دوی وویل:« افغانستان یو خپلواک اسلامي هېواد دی او وګړو یې تل د تاریخ په اوږدو کې د هېواد ځمنکۍ بشپړتیا، ملي هویت او ملي نوامیسو ساتنه کړې ده.»

لاریون کوونکو وویل، امنیتي ځواکونه د ملت او خاورې ساتونکي دي او ولس یې ملاتړ کوي.

په هرات او خوست ولایتونو کې لاریون کوونکو د لوګر وروستۍ چاودنه هم وغندله.

  په همدې حال کې په لوګر کې هم مدني فعالانو د وروستۍ چاودنې په غبرګون کي د اعتراض خیمه ودروله. دوی تر دې سرلیک لاندې « بهرنيان وځي نور جنګ د څه لپاره او جنګ بس دی، سوله وکړئ» خېمه ودروله او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

دا خیمه په داسې حال کې درول شوې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې دوې د شنبې پر شپه چاودنې تردیرشو پورې کسان ووژل.

که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي توګه پیل شوی، خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده.