د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه شپاړس سلنه لوړه شوې

نجیب مایار
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه شپاړس سلنه لوړه شوې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون په ۱۳۹۹ کال کې د ماشومانو د بشری حقوقو د وضعيت راپور خپور کړ.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په روان کال کې د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه شپاړس سلنه لوړه شوې ده. په دې کې روانې، فزیکي، اقتصادي، جنسي او نور تاوتریخوالي شامل دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رپوټ وایي د هغې ټولې ملکي مرګ ژوبلې له ډلې چې په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون ثبت کړې ده، ۲۰۱۹ کسان (۲۳.۸٪) د ماشومانو مرګ ژوبله ده، چې د تېر کال په پرتله ۲۵.۱٪ را ټيټه شوې ده.

  په دې څېړنه د ۲۸ ولايتونو ۵۳۱۸ کسه ماشومان شامل دي چې ۳۸۰۷ کسان  (۶۸.۲٪) هلکان او ۱۵۰۹ کسان  (۲۸.۴٪) یې نجونې دي.

 د بشري حقونو د خپلواک کمسیون رپوټ وایي د دې څېړنې مالومات د څارنې د فورمې او د قضیو د ثبت د فورمې له لارې د کميسيون د ماشومانو برخې د سیمه ییزو او سرحدي څارونکو له خوا بشپړ شوي دي.

د  په وینا په دې پوښتنلیکونو کې په ۲۸ ولايتونو کې ۵۳۱۸ ماشومانو، ۳۸۰۷ (۷۱.۶٪) هلکانو او ۱۵۰۹ (۲۸.۴٪) نجونو،  د بشري حقونو د وضعیت په اړه پوښتنلیکونه ځواب کړي دي.

په ۱۳۹۹ مالي کال کې د بشري حقونو په خپلواک کميسيون کې د ۸۵۰۰ ملکي وګړو مرګ ژوبله ثبت شوې ده، چې ۲۰۱۹ تنه ۲۳.۸٪ يې ماشومان دي.

د دغه کمیسیون رپوټ وایي دا شمېر په ۱۳۹۸(۲۰۱۹) کال کې، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۰۷۷۲ تنه وه، ۲۶۹۶ کسان وو، چې د ملکي مرګ ژوبلې ۲۵ سلنه کېده؛ نو پر دې اساس په روان کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال د ټولې مرګ ژوبلې په پرتله ۱.۲٪ او د ماشومانو د تېر کال د مرګ ژوبلې په پرتله  ۲۵.۱٪ سلنه را ټيټه شوې ده.

دا رپوټ وایي په  ۱۳۹۹ کال کې په څېړنه کې د شاملو ۵۳۱۸ ماشومانو له ډلې، ۱۳۹۱ تنه (۲۶.۲٪)، د تاوترخوالي قرباني وو، په داسې حال کې چې په تېر ۱۳۹۸ لمريز کال کې د تاوتريخوالي د قرباني ماشومانو شمېر په څېړنه کې د شاملو ۵۲۴۸ تنو ماشومانو له ډلې ۵۳۵ کسان، یعني ۱۰.۲٪ وو؛ نو پر دې اساس په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي موارد ۱۶٪ سلنه زيات شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمییسون د موندنو له مخې په هغو ۱۳۹۰ ماشومانو کې چې د تاوتريخوالي قرباني شوي دي ۵۱۱ کسانو (۳۶.۷٪) يې له پوليسو سره تړلي کسان، ۲۴۱ کسانو (۱۷.۳٪) د خپلې کورنۍ غړي، ۱۱۱ کسانو (۸٪) د کار خاوندان، ۸۱ کسانو (۵.۸٪) خپل ښوونکي، ۵۵ تنو (۴٪) نور ماشومان او ۳۹۲ تنو (۲۸.۲٪) نور کسان د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملان بللي دي.