د پکتیا د استیناف څارنوالۍ یوڅارنوال په خپل کور کې وژل شوی

نجیب مایار
د پکتیا د استیناف څارنوالۍ یوڅارنوال په خپل کور کې وژل شوی

د پکتیا د استیناف څارنوالۍ د جزا او تعقیب برخې مسول څارنوال محمد حسن یارپه ګردیزښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په ډزو وژل شوی دی. د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي د پکتیا د استیناف څارنوالی څارنوال حسنیار د جمعې په شپه وژل شوی دی.

ښاغلي فدایي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: « شهید حسنیار د پکتیا د مرکز ګردیز ښار په خطابه سیمه کې په خپل کورکې د شپې په ۱۱:۰۰ بجو د ترهګرو له خوا په شهادت رسیدلی دی.»

هغه وایي کشفي او امنیتي ارګانونه هڅه کوي د حسنیار د قتل عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

په ورته وخت کې  د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي څارنوالۍ د خپل کور په دروازه کې په ډزو وژل شوی دی.

امیري صبح کابل ته وویل:« بریدګر دوه کسان وو چې د شپې په لسو بجو یې کورته ورغلي یوبام ته ختلی او بل دروازه ورټکولې ده چې کله څارنوال راوتلی له بام څخه یې پرې ډزې کړې دي.»

محمد حسنیار د پکتیا په استیناف څارنوالۍ کې د جزا او تعقیب څانګې مسول چې  د پکتیا د ګرمښۍ اصلي اوسیدونکی و او اوس د ګردیزـ زرمت په سړک د خطابې په کلي کې اوسېده.

تراوسه د دغه وژنې مسوولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی، خو دا ډول وژنې ډېرې طالبان کوي.