
د ختیځ زون دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي. د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې لسګونو دیني عالمانو د یوې غونډې په جوړولو سره له طالبانو وغوښتل چې د خبرو له لارې د ستونزو د حل اقدام وکړي او جګړه ودروي.
د دغې غونډې ګډونوالو په وسه والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او یوازې د خلکو د وژنو او ورانیو لامل ګرځي.
دغو دیني عالمانو د جګړې له دواړو لورو وغوښتل چې روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
په همدې وخت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخيل د سولې او اوربند د ټینګښت په موخه د غږ له اوچتولو مننه وکړه او د حکومت په استازیتوب یې ډاډ ورکړ چې د عالمانو او خلکو هره غوښتنه به ومني.
امرخیل وویل چې نه یوازې په افغانستان کې دیني عالمانو روانه جګړه ناروا بللې، بلکې د نورې اسلامي نړۍ عالمانو هم دا جګړه حرامه بللې ده.
هغه وویل:«هیڅ دلیل نشته چې اوسنۍ تپل شوې جګړې ته د جهاد نوم ورکړل شي.»
د ننګرهار والي په دې خواشیني وښوده چې وسله وال طالبان له بهرنیانو سره خبرو ته کیني، خو په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د عالمانو په منځګړیتوب د خبرو له پاره ځای وټاکي او اوربند وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې دیني عالمان او خلک د غونډو په جوړولو سر له طالبانو او حکومت څخه د افغانستان د روانې ستونزې د سوله ییز حل غوښتنه کوي، بلکې هره میاشت لسګونه دا ډول غونډې جوړیږي، خو نه یوازې جګړه نه ده درېدلې، بلکې د هرې ورځې په تېریدو زور اخلي.