چین افغانستان ته ۴۰۰ زره دوزه د کرونا نور واکسین ورکوي

صبح کابل
چین افغانستان ته ۴۰۰ زره دوزه د کرونا نور واکسین ورکوي

چین په افغانستان کې د طبیعي پیښو له ځپل شویو کورنیو سره د ۵۵۰ میلون افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.

په افغانستان کې پیښو ته د رسېدنې وزارت وایي د بشردوستانه دغو بیړنیو مرستو د رالیږلو دا بهیر بشپړشوی دی.

طبیعي پیښو ته د رسیدنې  وزیر او په کابل کې د چین سفیر په دې اړه د یکشنبې په ورځ د بیړنیو مرستو د همکاریو یو سند لاسلیک کړ.

چین له درېیو میاشتو را په دیخوا له کابل سره د دغه مرستو لیږدول پيل کړي و چې دا بهیر بشپړ او پیښو ته د رسیدنې وزارت ته سپارل شوي دي.

په افغانستان کې طبیعي پیښو ته د رسېدنې وزیر غلام بهاالدین جیلاني د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چین له سفیر وانګ یو سره یوځای یوه خبرې کنفرانس ته وویل: چین له افغانستان سره  د ۵۰ میلیونه چینایي ینو چې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ کیږي د ۵۲۶۶ ټنه غذایي موادو مرسته کړې ده.

هغه وویل چې په دې مرسته کې ۱۲۸۴ ټنه غنم، ۳۹۸۲ ټنه وریجي دي چې زیانمنیدو کچې ته په پام سره ولایتونو ته لیږدول شوې او په شفافه بڼه یې مستحقو کورنی ته ویشل پيل شوي دي.

 په کابل کې د چین سفیر په دغه کنفرانس کې افغانستان د خپل هېواد یو ښه ګاونډی وباله او له دغه هېواد سره یې په ډېرو مرستو ټینګار وکړ.

وانګ یو وویل چې چین به په نیژدې راتلونکې کې له افغانستان سره د ۴۰۰ زره دوزه کرونا واکسینو مرسته وکړي.

چین تردې مخکې هم له افغانستان سره د روغتیایي توکو مرسته کړې وه.